تر خنجان او کيلهګي وروسته دوشي ولسوالي هم له طالبانو پاکه شوه
له نن سهاره راهسې د هېواد د ملي سرتېرو په عملياتو کې اته هغه ولسوالۍ چې طالبانو لاندې کړې وې، بېرته ورڅخه پاکې شوې چې وروستۍ يې خنجان، کيلهګي او دوشي دي.
ملي دفاع وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې پر ټولو هغو ولسواليو چې طالبان يې د نيولو ادعا کوي عمليات کوي او ورڅخه پاکوي به يې.
له دغه وزارت څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبانو په خنجان، کيلهګي او دوشي کې درانه تلفات ورکړي او له مجبورۍ تښتېدلې دي.
لا هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه