ځوانانو دوه غبرګې ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړې
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو د فارياب خانچارباغ او اندوخوی ولسوالۍ له طالبانو پاکې کړې دي او هلته اوس حالت نورمال دی.
سرخط ورځپاڼې ته له ملي دفاع وزارت څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له طالبانو څخه د اندخوی د څلورو ولسواليو د پاکولو لپاره دقيق عمليات پلان شوي چې لا هم بريالي روان دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې خانچارباغ بشپړه ولسوالي، د اقينې او اندوخوی پر مسير دوولس کيلو مټره او د اندخوی مرکز په بشپړه توګه له طالبانو پاکې شوې دي.
په دغو عملياتو کې لسونه طالبان وژل شوي دي او سلونه نور یې د سرتېرو له خوا محاصره دي چې د ملي دفاع وزارت په خبره، اوس د تېښتې لاره نه لري.
په عملياتو کې سرتېرو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه