امريکا وايي، خپل سلونه عسکر په افغانستان کې پرېږدي
امريکايي چارواکي وايي، که هر څه هم وشي، خو شپږ سوه او پنځوس تنه امريکايي عسکر به په افغانستان کې پاتې وي.
دوی وايي، دغه سرتېري به په کابل کې وي او د امريکا سفارت به ساتي.
اسوشيېټيډ پريس خبري اژانس وايي، دوی ته لوړپوړيو امريکايي چارواکيو ويلي دي چې له لومړي سره لا د دغومره عسکرو د پاتې کېدو تابيا نيول شوې وه، خو دغه خبره اعلان شوې نه وه.
د امريکايي چارواکيو په خبره، دغه پوځيان وار له مخه د کابل هوايي ډګر ته تللي او همالته مېشت شوي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه