د پکتيا سيدکرم ولسوالي له طالبانو پاکه شوه
د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د پکتيا سيدکرم ولسوالي يې له طالب اورپکو پاکه کړې او اوس هلته خير او خيريت دی.
ملي دفاع وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د سيدکرم پاکولو ته يې قوي عمليات پلان کړي ول چې بريالي پای ته ورسېدل.
د سرچينې په خبره، په عملياتو کې پرېمانه طالبان وژل شوي او پاتې نورو يې پښې سپکې کړې چې پل يې پسې اخيستل شوی دی.
دغه وزارت وايي، سرتېري لا همالته ناست دي او تر دمې جوړولو وروسته به په تښتېدليو طالبانو پسې ځي او چې په لاس ورځي، له پښو به يې غورځوي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه