پاکستان افغان پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته نه دی پرې ايښی
د پښتنونخوا ملي عوامي ډلې د ايالتي شهيد کړل شوي مشر عثمان کاکړ جنازه نن د هغه لسونه زره پلويانو د هغه په پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې خاورو ته وسپارله، خو د افغان دولت پلاوي ته پاکستان په جنازه کې د برخه اخيستو اجازه ور نه کړه.
پر عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې د هغه په کور کې بريد وشو او د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان يې وژل د پاکستان د پوځ او استخباراتو کار وباله.
د شهيد کورنۍ هم وايي، پر عثمان کاکړ بريد شوی او دوی پوهېږي چې دغه کار چا کړی دی.
هلته د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، ټاکل شوې وه چې د عثمان کاکړ په جنازه کې د افغان دولت په استازيتوب د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزير محب الله صمیم برخه واخلي، خو پاکستان دوی ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
امنيت شورا وايي، افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د ښاغلي عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږيو او پلیونو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي.
سرخط ورځپاڼې ته د امنيت شورا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ښاغلی کاکړ په پښتونخوا کې د پښتنو د محکومیت پر ضد د مدني احتجاج یو کمساری اواز و.
په دې سربېره، ولسمشر غني او مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د عثمان کاکړ وژل غندلي او د هغه شهادت يې د افغان وطن لپاره يوه لويه ضايعه بللې ده.
0 نظرونه