د سرخط خبریاله منیژه اسدي له یوه برید څخه روغه ووته
د سرخط خبریاله منیژې اسدي پرون پنجشنبې ورځ د روان میاشتې په دیارلسمه نېټه چې د روان زیږدیز کال د جون میاشتې له دریېمې سره سمون خوري، د پلازمینې کابل په پنځمه ښاري څانګه کې پر ټونس ډوله موټر مقناطیسي ماین چاودنې څخه روغه ووته.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز سرخط ته وویل، په دې برید کې د اریانا ټلویزیون ویاندې مینا خیري او د هغې مور په ګډون څلور تنو ژوند بایلود او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
په ورته مهال د سرخط ورځپاڼې خبریاله منیژه اسدي هم چې د دغې يېښې سیمې ته ډېره نږدې وه، له دې برید څخه روغه وتې ده.
هغه وايي: ))کابل کې یو وار بیا ناامني زیاته شوې ده. دا تاوتریخوالی د خلکو پر ورځني ژوند ډېر بد اغېز پريښی دی. زه له دفتر څخه کور خوا ته روانه وم چې په ناڅاپي توګه زموږ موټر مخې ته چاودنه وشوه. زه ډېره وویرېدمه او داسې فکر مې وکړ چې دنیا په بله شوه. زما موټر چلوونکی په ډېرې ستونزې سره له سیمې ووتږ لومړي سر کې نه پوهېدم چې زما ډېره ملګرې او د اریانا ټلویزیون د خبرونو ویاندې مینا خیري هم په همدې موټر کې وه، خو وروسته خبره شوم چې هغې هم ژوند بایلود. د هغې پر مرګ ډېره زیاته ودردېدمه. دا به مې د ژوند تر ټولو بده خاطره وي. دا وضعیت زموږ پر کار او ورځنی ژوند منفي اغیزې پرې باسي. یو په بل پسې د خیریالانو له سه ورکول د زغم وړ نه ده.((
د یادونې ده چې وروستیو ورځو کابل ښار په تېره بیا لویدیزه څنډه د ورته بریدونو د زیاتېدو شاهده ده. دې سره هم مهاله له خبریالانو څخه د دفاع بنسټونه بیا حکومت د خبریالانو امنیت او خوندیتوب په برخه کې په ناغیړی تورنوي.
0 نظرونه