د بلخ ولايت، بلخ ولسوالي بېرته ځوانانو له طالبانو ونيوه،۳۱يې وژلي
۱ سرطان ۱۴۰۰ 146713 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د بلخ ولايت، بلخ ولسوالي بېرته ځوانانو له طالبانو ونيوه،۳۱يې وژلي

 

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، کومانډو او نور سرتېري د بلخ ولايت پر بلخ ولسوالي ورکښته شوي او دغه ولسوالي يې له وسله‌والو پاکه کړې ده.

سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ۲۰۹ شاهين قل‌اردو وايي چې سرتېري نن ماخوستن په نهه بجې پر دغه ولسوالي ورکښته شوي دي چې او تر لسو بجو او څلوېښتو دقيقو پورې يې هلته يو دېرش تنه وسله‌وال وژلي او پاتې نور يې تښتېدلي دي.

دا مهال ملي سرتېري د بلخ په ولسوالي او بالاحصار کې ناست دي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې