استاد عطا سبا جنګ ته ځي؛ خپل پلويان يې د سرتېرو ملاتړ ته رابللي
د بلخ پخواني والي او د جمعيت اسلامي ګوند سرلاري استاد عطا محمد نور پر خپلو ټولو پخواني جهادي ملګريو غږ کړی دی چې وسلې دې واخلي او سر له سبا دې د سرتېريو په ملاتړ، د طالبانو پر ضد د جنګ ميدان ته کښته شي.
د عطا محمد نور له دفتره سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې چې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې ښاغلی نور خپله هم سبا د سرتېرو په ننګ توره تړي او د طالبانو پر ضد د خپلو پلويانو جګړه رهبري کوي.
په خبرپاڼه کې د عطا محمد نور له خولې ويل شوي دي چې جمعيت ګوند کلونه وړاندې هم طالبانو ته د خپلو مټو زور ورښکاره کړی او اوس بيا غواړي د نظام او سرتېرو په ننګه ډغره ورسره ووهي.
استاد عطا ويلي، په وار وار يې پر حکومت هم غږ کړی دی چې د طالبانو پر ضد دې د ولس صفونه هم له سرتېرو سره جوړ او يو ځای کړي، خو چا يې چندان خبره نه ده اورېدلې.
عطا پر نورو سياسي ډلو هم غږ کړی دی چې د وطن په اوسني وضعيت کې دي خپلې ګټې شا ته پرېږدي او د طالب پر ضد دې د نظام او حکومت ملاتړ وکړي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه