حقبيان؛ په زابل کې بل کنډک له وسلو سره طالبانو ته پرېښوول شوی
د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حقبيان وايي، د کلات او سيوري ولسوالي تر منځ د ملي اردو درېیم توپچي کنډک هم له سپکو او درنو وسلو، ټانکونو او نورو تجهيزاتو سره يو ځای طالبانو ته پرېښوول شوی دی.
دی وايي، د کنډک سرتېري په شپږو ټانکونو کې طالبانو د زابل تر مرکز پورې را بدرګه کړي دي.
د ملي اردو دغه کنډک د زابل تر ټولو مجهز کنډک و چې په پرېښوولو سره يې سلګونه میله وسلې او نور جنګي وسایل طالبانو ته په لاس ورغلي.
څو ورځې وړاندې د زابل په شينکۍ کې هم د ملي اردو يو کنډک له وسلو او ټانکونو سره طالبانو ته پرېښوول شوی و.
عطا جان حقبيان وايي، که حکومت د زابل د شینکۍ د معاملې مسله څېړلې وای، اوس به دغه پېښه نه کېده.
دی وايي، تر اوسه پورې د شینکۍ د معاملې په اړه هيڅوک نه دي پوښتل شوي او هيڅوک نيول شوي هم نه دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه