ملا برادر وايي، په افغانستان کې حقيقي اسلامي نظام غواړي
تر جديد اسلامي نظام وروسته، د طالبانو د قطر د دفتر مشر ملا برادر اخوند وايي، په افغانستان کې "حقيقي" اسلامي نظام غواړي.
دی وايي، دا به داسې نظام وي چې ښځو ته به هم دوديز او شرعي ورکول شوي حقونه پکې رسېږي.
ملا دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې هلته په قطر کې د سولې خبرې بېخي سړې شوې او په افغانستان کې جګړه بېحده توده شوې ده.
افغان حکومت وايي، طالبان د حکومت او نظام جوړولو لپاره هيڅ ليکلی څه نه لري چې خبرې ورباندې وشي، بلکې سولې ته هيڅ لېوالتيا نه لري.
د حکومت لوړپوړيو چارواکيو په وار وار ويلي دي چې طالبان د سولې د خبرو په نوم يوازې وخت تېروي او اصلي کار يې جګړې ته ويلی دی.
نن ملا بردار ويلي دی چې د افغانستان او افغانانو د ټولو ستونزو حل په حقيقي اسلامي حکومت کې دی چې اساس به يې د امريکا او طالبانو په تړون ايښی وي.
دی وايي، په حقيقي حکومت کې به ښځو ته هم هغه حقونه ورکول کېږي چې په دودونو، رواجونو او شريعت کې ورکول شوي دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه