بسم الله محمدي د ملي دفاع وزير شو
سرخط ورځپاڼې ته په ارګ کې ځينو سرچينو ويلي دي چې پخوانی جهادي بسم الله محمدي د ملي دفاع وزير ټاکل شوی دی او نن به د دغه وزارت کارکوونکيو ته د نوي وزير په توګه ور وپېژندل شي.
تر دې وړاندې ولسمشر د کورنيو چارو د وزير په توګه د محمدي د ټاکلو پرېکړه کړې وه، خو نن يې تغير کړی دی.
تر ده مخکې اسد الله خالد د دغه وزارت وزير و چې چندان به په وزارت کې نه ليدل کېده او د ماموريت ډېر وخت يې له هېواده د باندې په خپله درملنه تېر کړ.
بسم الله محمدي تر دې وړاندې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزير پاتې شوی دی.
لومړی ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه