کرونا په کابل کې د امريکا سفارت تر ۱۰۰ ډېر کارکوونکي نيولي
په کابل کې د امريکا سفارت وايي، کرونا پر دوی هم خوله خښه کړې او تر اوسه يې د دغه سفارت يو سل او څوارلس کارکوونکي نيولي دي.
دغه سفارت ويلي، تر اوسه يې يو ډيپلوماټ د همدې وايرس له امله مړ شوی او دوی اندېښنه لري چې وضعيت تر دې لا زيات خراب نه شي.
پرون په افغانستان کې کرونا تر بل هر وخت زيات افغانان نيولي او وژلي ول.
لومړی ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه