امر الله صالح؛ له شينکۍ د سرتېرو وتل راز دی
نن د زابل د ولايتي شورا رييس عطا جان حقبيان يوه وېډيو خپره کړه چې پکې طالبان د سرتېرو له ټانکونو سره را روان دي او ادعا يې وکړه چې په شينکۍ ولسوالي کې يو کنډک له درنو وسلو سره طالبانو ته پرېښوول شوی او طالبانو سرتېري تر ښاره رابدرګه کړي دي.
دغو انځورونو او وېډيو په ټولنيزو رسنيو د خلکو توند غبرګونونه را وپارول چې وروسته يې د ولسمشر لومړی مرستيال امر الله صالح هم څه ويلو ته اړ کړ.
امرالله صالح په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي چې له شينکۍ ولسوالي څخه د سرتېرو وتل او کنډک تر شا پرېښوول يو راز دی او ښه نه ده چې څوک ورباندې وپوهېږي.
ښاغلي صالح دغه راز نه دی بربنډ کړی او همدا لامل دی چې د امرالله صالح څرګندونو د حقبيان تر ادعا لا زياتې اندېښنې په خلکو کې پيدا کړې دي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه