ډاکټر حمد الله محب قزاقستان ته تللی
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د ملي امنيت سلاکار د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري قزاقستان ته تللی.
امنيت شورا سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د يوه پلاوي په مشري نن سهار په يوه دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې نور سلطان ته لاړ.
امنيت شورا وايي، ټاکل شوې چې د ملي امنيت سلاکار په دې سفر کې د دغه هېواد له لوړپوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره وګوري.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه