کرونا تر هر وخت زيات افغانان وژلي او نيولي دي
۲۷ جوزا ۱۴۰۰ 164178 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کرونا تر هر وخت زيات افغانان وژلي او نيولي دي

 

 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا د خپل ژوند په تاريخ کې له پرون راهيسې تر ټولو زيات افغانان وژلي چې شمېر يې يو سل او يو تنو ته رسېږي او دوه زره درې سوه او ديارلس نور يې نيولي دي.

له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر اته نوي زره، اته سوه او څلورڅلوېښت او ورڅخه د مړو شويو شمېر بيا درې زره، نهه سوه او درڅلوېښت تنه لوړ شوی دی.

دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې د دې څو چنده وي.

اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې