کرونا له کنټروله وځي؛ نن يې ۸۵ افغانان وژلي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې کرونا ورځ تر بلې خونړۍ بڼه خپلوي او يوازې له پرون راهيسې يې پنځه اتيا نور افغانان وژلي دي.
دا په افغانستان کې د کرونا په تاريخ کې، په يوه ورځ کې د مړو شويو کسانو تر ټولو لوړه شمېره ده.
له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې سربېره، له پرون راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې پنځلس سوه او اووه نوي تنه تازه په دغه وايرس اخته شوي دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.
له نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر يونوي زره، څلور سوه او اته پنځوس او ورڅخه د مړو شويو کسانو شمېر بيا درې زره، شپږ سوه او دوولس تنه ته پورته شوی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه