کرونا لا خونړۍ شوې، نن يې ۶۷ افغانان وژلي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د شمېرو په اساس، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کرونا لا نوره هم خونړۍ شوې او يوازې له پرون راهيسې يې اووه شپېته تنه افغانان وژلي دي.
له پرون راهيسې نهه سوه او درې اويا نور افغانان هم په دغه وايرس اخته شوي دي.
له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له پرون راهيسې درې سوه او پنځوس تنه له دغې ناروغي جوړ شوي دي.
د نويو شمېر په اساس، تر اوسه په افغانستان کې کرونا وايرس نهه اتيا زره، اته سوه او يو شپېته تنه نيولي او درې زره، پنځه سوه او اووه ويشت تنه افغانان يې وژلي دي.
دا يوازې ثبت شوې شمېرې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه