له کرونا مړينې ورځ تر بلې لوړېږي، نن ۵۶افغانان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې لا هم د کرونا درېيمه څپه مخ په بره روانه ده او له پرون راهيسې يې شپږپنځوس تنه وژلي او يو زر او پنځه سوه او دوه اتيا تنه تازه ورباندې اخته شوي دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، خو هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېرې يې تر دې ډېرې لوړې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خوا سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر دوه اتيا زره، درې سوه او دوه شپېته او ورڅخه د مړو شويو شمېر درې زره، دوه سوه او يو پنځوس تنو ته پورته شوی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه