په۲ولسواليو کې۸۳سرتېري د طالبانو لاس ته لوېدلي
له پرون ماښام راهيسې د فارياب په قيصار او د روزګان په ګيزاب ولسوالي کې دراتيا تنه سرتېري د طالبانو لاس ته لوېدلي چې ځينې يې شهيدان کړي او ځينې يې له ځان سره برمته نيولي دي.
سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، له پرون راهيسې د فارياب پر قيصار ولسوالي بريدونه روان ول چې بالاخره طالبانو د دغې ولسوالي د امنيه قوماندان سيف الرحمان دهزاد په ګډون د څوارلسو نورو سرتېرو په شهادت او اووه دېرشو نورو په ژوندي نيولو د يادې ولسوالي امنيه قومانداني لاندې او جګړه لا پسې پراخه کړه.
د فارياب د ولايتي شورا غړی نادر سعيدي وايي، د قيصار د ولسوالي مقام هم د طالبانو تر محاصره لاندې دی چې دېرش تنه سرتېري پکې ايسار دي.
له سيمې په ورکول شويو راپورونو کې ويل شوي دي چې په ولسوالي کې مخابراتي شبکو هم کار پرې ايښی او طالبانو نيول شوي اووه دېرش تنه سرتېري چې ځينې يې ټپيان دي، ينګي کلا سيمې ته لېږدولي دي.
په دې سربېره، اورپکو د کوهي او شاخ پر لاره د ملي اردو يو پنځه دېرش کسيزه ټولی هم محاصره کړی دی، خو سره له دې چې د ورځې په اوږدو کې ځوانانو دفاع کړې، اما طالبان جګړه شپې ته غځوي او هڅه کوي په شوبيني دوربيني وسلو د شپې جګړه وګټي.
هلته د روزګان له ګيزاب ولسوالي څخه په ورکول شويو مالوماتو کې ويل شوي دي چې پنځوس تنه سرتېري له وسلو، موټرو او نورو جنګي تجهيزاتو سره طالبانو ته تسليم شوي او جګړه يې بايللې اعلان کړې.
طالبانو دغه کسان برمته کړي او بیا يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت بيا په يوه خبرپاڼه کې په بېلابېلو سيمو کې په ځمکنيو او هوايي بريدونو کې د ګڼ شمېر طالبانو د وژلو خبره کوي.
لومړی ځان او بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه