کرونا لا چټکه خپرېږي او د کابل په روغتونونو کې اکسېجن کم دی
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا درېيمه څپه ورځ تر بلې لا پسې چټکه کېږي او دلته په کابل کې په بېلابېلو روغتونونو کې اکسېجن مخ په کمېدو دی.
د کابل په بېلابېلو روغتونونو کې خلکو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې ناروغانو ته يې اکسېجن نه رسېږي او ځينې ناروغان د همدې کمي له امله مري.
د کابل په جناح روغتون کې د اکسېجن د کمښت له امله اووه ناروغان مړه شوي او وروسته د يوه مړه شوي کس خپلوانو د روغتون پر عاجل وارډ حمله کړې چې له امله يې يو وينټيلېټر هم مات شوی دی.
د کابل په نورو روغتونونو کې هم د اکسېجن د کمښت خبرونه ورکول شوي دي.
هلته د عامې روغتيا وزير وحيد مجروح وايي، د هېواد په کچه د اکسېجن د تولید امکانات محدود دي او له خلکو یې غوښتي چې د کرونا درېیمه څپه جدي ونیسي او د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي.
ده خبرداری ورکړی چې د کرونا درېیمه څپه په هېواد کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او څه باندې شل ولایتونه یې هغه ولایتونه یاد کړي چې د ده په وینا، یا په کې د کرونا درېیمه څپه اوج ته رسېدلې، یا د رسېدو په حال کې ده.
محروح وايي، "اکسېجن کم دی، لطفا موږ درک کړئ."
د کرونا د دغې څپې له چټکې خپرېدا سره یې مثبتې پېښې هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
اول ځانونه، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه