کرونا؛ د حکومت د ملکي خدماتو کارکوونکي دوه اوونۍ رخصت شول
سرچينې وايي، د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا وزارت ولسمشر ته وړانديز کړی دی او د حکومت رهبري د دوو اوونيو لپاره د ملکي خدماتو د برخې ټول هغه کارکوونکي چې له ګواښ سره مخ دي، تر دوو اوونيو پورې رخصت کړي دي.
د حکومت د رهبري د دغې پرېکړې په اساس، هم په ولايتونو او هم په مرکز کې دغه حکومتي کارکوونکي سر له سبا رخصت دي.
په دغه پرېکړه کې ويل شوي دي، هغه کسان چې عمر يې پنځه پنځوس کالو ته رسېږي، يا د شکرې، زړه او سرطان په ناروغيو اخته وي او يا هغه مېندې چې څلور مياشتې يې پر امېنداوري تېرې وي، خپلې چارې دې له کورونو څخه پر مخ بوځي.
د شوې پرېکړې په اساس، هغه حکومتي کارکوونکي چې امضا يې چلېږي، رخصت نه دي، خو روغتيايي سپارښتنې به په پام کې نيسي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه