امنيت شورا؛ طالبانو يوازې تېره اوونۍ ۱۸۹عام افغانان شهيدان او ژوبل کړي دي
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، له هغې ورځې چې له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د وتو لړۍ پيل شوې، طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې پر افغانانو يو زر، څلور سوه او پنځه پنځوس بريدونه کړي دي.
د امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دغه موده کې د درشپېته وسله والو جګړو او چاودنو مخنیوی کړی دی.
دی وايي، طالبانو یوازې تېره اوونۍ په اووه ويشتو ولایتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون درشپېته ملکیان شهيدان کړي او يو سل او شپږ ويشت نور يې ټپیان کړي دي.
مولوي رحمت الله اندړ زیاتوي، طالبانو له واشنګټن سره له موافقې وروسته د بین الافغاني مذاکرو پر پرمختګ د تمرکز پرځای، جګړې ته کار ویلی دی.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه