کرونا نن په افغانستان کې د مرګونو ريکارډ جوړ کړی
د عامې روغتيا وزارت وايي، له هغه وخته چې هېواد ته کرونا راغلې، په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې يې تر بل هر وخت زيات افغانان وژلي چې يوازې د ثبت شويو هغو شمېر يې يو څلوېښتو تنو ته رسېدلی.
له عامې روغتيا وزارت څخه سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دوولس سوه او دراويا تنه تازه په کرونا اخته شوي او يو څلوېښت ورڅخه مړه شوي دي.
اوس په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر نهه اويا زره، دوه سوه او شپږدېرشو تنو ته رسېدلی دی.
تر اوسه له دغه وايرس څخه په هېواد کې درې زره يو سل او پنځه څلوېښت تنه مړه شوي دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.
اول ځان، بيا نور له کرونا وساتئ.
0 نظرونه