د کابل په نننيو چاودنو کې څلور شهيدان او شپږ ژوبل شوي
نن په کابل کې دوه چاودنې شوې چې له امله يې څلور تنه شهيدان شوي او شپږ نور ژوبل دي.
امنيتي چارواکيو سرخط ورځپانې ته وويل چې لومړۍ چاودنه د ښار په شپږمه ناحيه کې پر چهارکلا جاده، پر يوه ټونس موټر شوې ده.
په دغه پېښه کې څلور تنه شهيدان شوي او څلور نور ژوبل دي.
دويمه چاودنه بيا نن ماښام په پلسوخته سيمه کې پر يوه ټونس موټر وشوه چې دوه تنه پکې ژوبل شوي دي.
په دغه پېښه کې يو بل سراچه موټر اور اخيستی دی.
تر اوسه د يوې چاودنې مسووليت هم چا نه دی منلی، خو چارواکي يې د طالبانو کار بولي.
0 نظرونه