مم؛ طالبان له القاعده سره تار لري، امنيت شورا؛ په دې کې شک نهشته
د ملګرو ملتونو امنيت شورا وايي، طالب اورپکو لا هم له القاعده شبکې سره اړيکې نه دي غوڅې کړې، بلکې ورسره تار لري او د افغانستان امنيت شورا بيا د ملګرو ملتونو دغه خبره پر ځای بولي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا وايي، هيڅ داسې نښه نه شته چې ثابته کړي، طالبانو دې له القاعده سره راشه درشه پرې ايښې وي.
امنيت شورا په يوه راپور کې ويلي دي چې له القاعده سره د طالبانو اړيکې خطرناکې دي او نه يوازې افغانستان ګواښې، بلکې د امريکا هم په تاوان دي.
په دغه راپور کې ويل شوي دي چې د القاعده مهم مشران د ډېورډ کرښې په دواړو خواوو کې اوسي چې ځينې يې وخت ناوخته وژل کېږي هم.
دلته بيا د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د ملګرو ملتونو په راپور کې شک نه شته.
د امنيت شورا وياند مولوي رحمت الله اندړ وايي، دا روښانه ده چې طالبان او القاعده اړیکې پالي، ځکه دوی په ګډو ګټو سربېره، ایډیالوژیک تړاو لري.
دی وايي، طالبانو ته پر همدې بنسټ، له القاعده پرېکون سخت دی.
تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت، کانګرس، ناټو او ځینو نورو هېوادونو هم طالبان تورن کړي چې له القاعده سره یې اړیکې نه دي شلولي.
0 نظرونه