نن په هېواد کې تر يونيم زر زيات کسان کرونا نيولي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې يو زر، پنځه سوه او نهه تنه افغانان تازه په کرونا اخته شوي او له دوی سره ثبت شوي دی.
د دې په خوا کې له پرون راهيسې څلور دېرش تنه د همدې وايرس له امله مړه شوي دي.
دا يوازې هغه شمېرې دي چې ثبت شوې دي، خو هغه چې ثبت نه دي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له دغو نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د ټولو اخته شويو کسانو شمېر شپږ اويا زره، شپږ سوه او درپنځوس ته لوړ شوی دی.
په دې سربېره، په افغانستان کې له کرونا د مړو شويو کسانو شمېر اوس درې زره او اته شپېته تنه ته پورته شوی.
0 نظرونه