يو زر او پنځه څلوېښت نور افغانان په کرونا اخته شوي
د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې يو زر او پنځه څلوېښت تنه نور افغانان د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په کرونا اخته شوي دي.
له پرون راهيسې د کرونا له امله په بېلابېلو سيمو کې دردېرش تنه مړه شوي هم دي.
د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې له نويو شمېرو سره په افغانستان کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر څلوراويا زره او شپږويشتو تنو ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت د مالوماتو په اساس، تر اوسه په افغانستان کې درې زره او اووه تنه د کرونا له امله مړه شوي دي.
0 نظرونه