له پرون راهيسې تر يونيمزر زيات افغانان کرونا نيولي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د کرونا بدلې شوې بڼې وايرس يو زر، پنځه سوه او شپږ شپېته تنه افغانان نيولي او دېرش تنه يې وژلي دي.
دا يوازې هغه رسمي شمېرې دي چې ثبت شوې، هغه ناروغان چې ځانونه نه ثبتوي، يا له روغتونونو لېرې دي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده زيات وي.
د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د اوسنيو ناروغان په ورزياتېدو سره، په افغانستان کې په کرونا د اخته شويو کسانو شمېر دراويا زره، دوه سوه او شپږ پنځوس تنه ته رسېدلی دی.
تر اوسه پورې په افغانستان کې د کرونا له امله يوازې دولس زره، شپږ سوه او دوه پنځوس تنه بستر شوي او ټول ورڅخه مړه شوي کسان بيا دوه زره، نهه سوه او څلور اويا تنو ته رسېږي.
0 نظرونه