محب؛ پاکستان دې نر شي له ټروريسټانو سره دې اړيکي غوڅ کړي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، دا مهمه نه ده چې پاکستان اړيکي غوڅوي، يا رابطې شکوي، ځکه په خبره يې اوس هم چندان رابطې نه لرو، مهمه دا ده چې پاکستان که د اړيکو په شکولو کې دومره تکړه وي، له طالبانو او نورو ترهګرو سره دې اړيکي غوڅ کړي.
ډاکټر محب نن د امنيتي سکټور په کنفرانس کې وويل، پاکستان له افغانستان سره نېک اړیکي نه پالي او مردارې هګۍ جنګوي.
"لومړی خو له پاکستان سره د اړیکو پرېکول او نه کول کوم اغېز نه لري، زموږ اړېکي له پاکستان سره اوس هم ښه نه دي او پخوا هم ښه نه وو، په همدې اساس زموږ توقع دا ده چې که پاکستان غواړي اړيکي ښه شي، نو د هغو ترهګرو له ملاتړه دې لاس واخلي چې په پاکستان کې دي او خپل اړيکي دې له هغوی سره پرې کړي او له ټروریستانو سره د اړیکو جوړولو پر ځای دې راشي د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره دې اړیکي جوړ کړي. "
ډاکټر د کابل په برچي سیمه کې په سیدالشهدا ښوونځي برید، د لوګر وروستۍ خونړۍ پېښه او په لغمان، هلمند او کندهار کې د وروستیو حملو یادونه وکړه او ویې ویل، کومه یوه دا پېښه له پاکستان سره د ښو اړيکو څرګندونه کوي؟
تازه پاکستان د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره رسمي اړیکي نه پالي .
0 نظرونه