کرونا جدي ونيسئ؛ له پرون راهيسې يې زر افغانان نيولي
د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا زر تنه افغانان په کرونا اخته شوي دي او که حالت همداسې دوام وکړي، ښايي په کرونا د اخته کېدونکيو کسانو شمېر په حيرانوونکې توګه لوړ شي.
د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دغه کسان په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، بغلان، کندوز، نیمروز، فاریاب، میدانوردګو، پروان، بدخشان، کاپیسا، لوگر، غزني، لغمان، پنجشېر، زابل، روزگان، خوست او نورستان ولايتونو کې په کرونا اخته شوي دي.
په دې سربېره، له پرون راهيسې يوازې ثبت شوي اتلس تنه له کرونا مړه شوي دي.
د سرچينې د مالوماتو په اساس، په دې توګه تر اوسه په افغانستان کې په کرونا د ثبت شويو اخته شويو کسانو شمېر پنځه اويا زره، يوه سل او اووه پنځوس تنو ته ورسېده او ورڅخه د مړو شويو شمېر بيا دوه زره اته سوه او نهه نوي تنو ته ختلی دی.
هغوی چې ثبت شوي نه دي، ښايي شمېر يې تر دې ډېر لوړ وي.
0 نظرونه