ډاکټر محب خپل امريکايي سيال ته زنګ وهلی
د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب له خپل امریکایي سیال جک سلیوان سره ټلېفوني خبرې کړې دي.
امنيت شورا سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دواړو لوریو د ټروریزم د مخنیوي او امنیت په برخه کې د همکاریو پر دوام بحث وکړ.
سرچينه وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار ښاغلي سلیوان له افغانستان سره د پراختیايي مرستو، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د سولې په پروسه کې د خپل هېواد پر همکاريو ټینګار وکړ.
0 نظرونه