کرونا په افغانستان کې له پرون راهيسې۵۰۵نيولي۱۰يې وژلي دي
د عامې روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې د افغانستان په پنځهويشتو ولايتونو کې کرونا پنځه سوه او پنځه تنه نيولي او لس تنه افغانان له دغه وايرس څخه مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په کرونا د نويو اخته شويو له ډلې، يو سل او دوه ويشت يې په کابل، اووه اتيا يې په کندهار او نهه څلوېښت يې په تخار کې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت په خبره، له پرون راهيسې د همدې وايرس له امله شپږ تنه په کابل کې او څلور نور په هرات، بلخ، لوګر او سمنګان کې مړه شوي دي.
په افغانستان کې تر اوسه پورې د ثبت شويو شمېرو له مخې د کرونا له امله دوه زره، اووه سوه او دوه اتيا تنه مړه شوي او تر پنځه شپېته زره زيات کسان ورباندې اخته شوي دي، خو ښايي هغه چې ثبت نه دي، شمېر يې تر دې څو چنده ډېر وي.
0 نظرونه