په هلمند کې د طالبانو ماين نهه ښځې او ماشومان شهيدان کړي
نن سهار د هلمند په لښکرګا کې د طالبانو يوه خښ شوی ماين د يوې کورنۍ پر کسانو ورچاودلی چې له امله يې نهه تنه ښځې او ماشومان شهيدان شوي او درې نور ژوبل دي.
د هلمند د ولایتي شورا رييس عطاالله افغان وايي، چاودنه د لښکرګا ښار د لسمې حوزې په اړونده سيمه کې شوې ده.
هلته بيا په غور کې هم د دوو ماينونو په چاودنو کې پنځه تنه شهيدان شوي او دوه نور ژوبل دي.
چارواکي دواړه چاودنې د طالبانو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
0 نظرونه