سيګار وايي، طالبانو د ډاکټرانو تښتولو ته مخه کړې
د افغانستان پر بيارغونه د څار امريکايي اداره وايي، طالب اورپکو له څه مودې راهيسې پر روغتونو بريدونو او د ډاکټرانو تښتولو ته مخه کړې ده.
له دې کار څخه د طالبانو موخه د خپلو ټپيانو درملنه ده چې تمه لري تښتول شوي ډاکټران به يې تداوي وکړي.
سيګار وايي، په دې سربېره، طالبان تښتول شوي ډاکټران د پيسو په بدل کې بېرته خوشې کوي چې په دې کار سره هم ډېر څه تر لاسه کوي.
هلته بيا يوناما په خپل يوه راپور کې يادونه کړې ده چې که په افغانستان کې پر رغتونونو او ډاکټرانو د طالبانو بريدونه همداسې روان وي، ډېری روغتونونه به وتړل شي او له امله به يې تر دريو ميليونو زيات افغانان له روغتيايي اسانتياوو بېبرخې شي.
څه موده وړاندې سره صليب هم ويلي و چې پر کارکوونکيو يې بريدونه کېږي او له همدې به په افغانستان کې خپل خدمتونه محدود کړي چې له امله به يې ميليونونه کسان پر ميدان پاتې شي.
0 نظرونه