يو چا پر ډېورنډ کرښه اغزن تار غځوونکي لس پاکستاني عسکر غځولي
نن سهار وسلهوالو کسانو د پاکستان پر هغو سرحدي پوليسو بريد کړی دی چې پر ډېورنډ کرښه يې اغزن تار غځاوه.
دغه پېښه د ژوب په مانکزي سيمه کې شوې چې پکې شپږ پاکستانيان وژل شوي او څلور نور مرګوني ژوبل دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو اداره وايي، په دغه بريد کې يې څلور سرحدي پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي، خو سرخط ورځپاڼې ته په سيمه کې ځينو سرچينو د مړو شمېر شپږ او د ټپيانو څلور ښوولی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې د وژل شويو پاکستانيانو نومونه نور زمان، شکيل عباسي، احسان الله او سلطان ښوولي دي.
دغه اداره وايي، ټپيان يې د کوټې ښار پوځي روغتون ته لېږدولي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی.
0 نظرونه