ځوانانو د هلمند لپاره د طالبانو د جنګ مسوول وژلی
ملي دفاع وزارت وايي، سرتېرو په هلمند کې د طالبانو د روان جنګ مسوول وژلی دی.
ملي دفاع وزارت سرخط ورځپاڼې ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د طالبانو د جنګ دغه مسوول مولوي رحم الدين نومېده او نن ماخوستن وژل شوی دی.
سرچينه وايي، رحم الدين يې په بولان سيمه کې وژلی.
په دې سربېره، هلته د نورو ګڼ شمېر طالبانو د وژلو خبر هم ورکول شوی، خو شمېر يې دقيق نه دی مالوم
0 نظرونه