کرونا په افغانستان کې نن ۱۱۶نيولي، ۵ يې وژلي
تر هند او پاکستان وروسته په افغانستان کې هم کرونا وايرس خونړی شوی او يوازې له پرون راهيسې يې يو سل او شپاړس تنه نيولي او پنځه ورڅخه مړه شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا وايرس دغه کسان په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، بغلان، کندوز، پروان، بامیان، میدانوردګو، بدخشان، کنړ، لغمان، پنجشېر، روزگان او فراه ولايتونو کې نيولي او وژلي دي.
د دغه وزارت د مالوماتو په اساس، له هغه وخته چې کرونا راغلی، پنځهشپېته زره دوه سوه او اته اتيا افغانان يې تر اوسه نيولي او دوه زره، شپږ سوه او دوه څلوېښت يې وژلي دي.
ځانونه له خلکو لېرې او له کرونا خوندي وساتئ.
0 نظرونه