د کابل په اورلګېدنه کې ۷ تنه مړه شوي ۱۴ سوځېدلي
د کابل امنيتي چارواکي وايي، د کابل شمالي دروازې ته څېرمه د تېلو په ټانکرونو کې د اور لګېدو او چاودېدو له امله اووه تنه مړه شوي او څوارلس نور سوځېدلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي، اور د شپې په نهه بجې د شکردرې ولسوالي په کارېزمير سيمه کې يوه ټانکر ته خوله ورکړه.
د ده په خبره، وروسته د پېښې په ځای کې د تېلو نورو ولاړو ټانکرونو هم اور اخيستی دی او درانه مالي او ځاني زيانونه يې اړولي دي.
په دغه اورلګېدنه کې د پنځوسو په شاوخوا کې موټر هم سوځېدلي دي.
د اورلګېدنې له امله کابل ته د ۲۵۰ کيلو واټه برېښنا دوه غځېدلي مزي هم پرې شوې چې له امله يې د کابل ډېری سيمو تمامه شپه برېښنا نه درلوده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، يوی مزی يې تړلی او پر دويم هم کار روان دی.
0 نظرونه