طالبان وايي د امريکا بېوفايي د دوی لاس خلاص او توره تېره کړه
طالب اورپکي وايي، امريکا پر هغه ژمنه و نه درېده چې دوی ته يې ويلي ول چې له افغانستان به د مې مياشتې تر لومړنۍ نېټې وځي، ځکه نو اوس د دوی لاس خلاص دی او هر څه چې يې زړه وغواړي کولای يې شي.
هلته بيا تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو قوماندان ګوته څنډلې وه چې که طالبان د سرتېرو د وتو پر مهال څه خرابی وکړي، خير به يې نه وي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، پر امريکايانو د بريد لپاره د خپلې رهبري لارښوونې ته انتظار باسي.
دی وايي، غټو طالبانو چې هر څنګه پرېکړه وکړه، دوی به هماغسې کوي.
طالبانو تر دې مخکې ګواښ کړی و چې که امريکايان له دوی سره د تړون په برخه کې بې وفايي وکړي، بريدونه به ورباندې خښ کړي.
امريکا له طالبانو سره منلې وه چې د اپرېل تر وروستۍ نېټې به له افغانستانه وځي، خو وروسته يې دغه نېټه د سپټمبر يوولمسې ته وغځوله او لا هم ضمانت نه شته چې هغه وخت وځي، که بيا پاتې کېږي.
0 نظرونه