د لوګر د بريد شهيدان ۲۶ او ټپيان تر سل واوښتل
تېر ماښام روژه مات مهال د لوګر په مرکز کې د عامو خلکو د کورونو په منځ کې موټربم چاودنه وشوه چې له امله يې تر اوسه پورې د شهيدانو شمېر شپږ ويشت او د ټپيانو تر سلو تنو اوښتی دی.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ وايي، دغه موټربم بريد ولایتي روغتون ته مخامخ د ازرې ولسوالي د ملکیانو پر مېلمستون شوی دی.
دی وايي، دا کار طالب اورپکو کړی دی.
په دغه مېلمستون کې چې بريد ورباندې شوی، د ازرې ولسوالي هغه زدکوونکي دېره ول چې د کانکور ازموینې لپاره پل علم ښار ته راغلي ول.
تر اوسه طالبانو په دې اړه ځان کوڼ اچولی.
0 نظرونه