له افغانستان څخه د ناټو سرتېرو وتل پيل شول
ناټو وايي، له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ايستلو پرېکړه يې د اپرېل په منځ کې کړې او اوس يې عملا د عسکرو ايستل پيل کړل.
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو يوه قوماندان ايفپي ته ويلي دي چې دوی هغه وخت چې د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن د سرتېرو د ايستلو پرېکړه کوله، لا له افغانستانه وتلو ته چمتو ول.
د امريکا په مشري ناټو په افغانستان کې نهه زره او شپږ سوه سرتېري لري او اوس به يو په بل پسې له افغانستانه وځي.
د ناټو دغه قوماندان ويلي دي چې له افغانستان څخه خورا په احتياط وځي او که طالبان د وتلو په موده کې وړه تېروتنه هم وکړي، غاښونه به يې ور مات کړي.
دی وايي، په څو مياشتو کې به ټول سرتېري وايستل شي، خو دقيقه نېټه يې نه ده ياده کړې.
هلته بيا المان ويلي چې د جولای تر شروع کېدو وړاندې به خپل ديارلس سوه عسکر له افغانستان څخه باسي.
امريکا هم ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو او نورو هېوادونو د سرتېرو ايستو ته سيمې ته لا ډېرې درنې وسلې او غټې الوتکې بيايي.
0 نظرونه