له ايران سره د اسلامکلا لاره د مسافرو پر مخ وتړل شول
د هرات چارواکي وايي، له ايران سره پر پوله يې د اسلام کلا لاره، د کرونا وايرس له امله د مسافرو پر مخ تړلې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد سرخط ورځپاڼې ته وويل چې دغه لاره يې نن تړلې ده.
دی وايي، په ايران کې د کرونا بدله شوې بڼه مخ په پراخېدو ده، نو له همدې امله چې د وايرس دغه نوې بڼه افغانستان ته را نه شي، لاره يې وتړله.
فرهاد وايي، د اسلامکلا لار يوازې د مسافرو پر مخ تړل شوې، خو باروړونکي او د سوداګرو موټر به تګ راتګ ورباندې کولای شي.
د کرونا وايرس نوې بڼه په پاکستان کې هم په شدت خپره شوې، خو لا هم د تورخم او سپين بولدک لارې د مسافرو پر مخ پرانيستې پاتې دي.
0 نظرونه