ملي امنيت څلوره سوه او اته بهرني داعشيان نيولي
۸ ثور ۱۴۰۰ 173935 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملي امنيت څلوره سوه او اته بهرني داعشيان نيولي

 

د افغانستان ملي امنيت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې څلور سوه او اته تنه بهرنيان نيولي چې له داعش سره د جنګ لپاره افغانستان ته راغلي ول.

په دغو بهرنيانو کې لويه برخه يې پاکستانيان دي.

د ملي امنيت لوی رييس ډګر جنرال احمد ضيا سراج وايي، دغه ترهګر د څوارلسو هېواونو دي.

دی وايي، په دغو کسانو کې دوه سوه او نهه نوي يې پاکستانيان، اووه دېرش يې ازبک، شپاړس چينايان، ديارلس تاجک، دوولس يې د قرغېزستان، پنځه روسان، پنځه د اوردون، څلور ايرانيان، درې ترکان، دوه د الجزاير او انډونېشيا، دوه د بنګله‌دېش، دوه د مالديف او څلور هندي ترهګر دي.

د ده په خبره، د افغانستان سرتېري په يوه داسې جګړه کې ښکېل دي چې د نړۍ لپاره پکې جنګېږي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې