په کابل کې د موټرو ټکر اووه اويا مړه او زخمي کړي
نن پېشلمي مهال د کابل د پغمان په ارغندۍ سيمه کې له مسافرو دوو ډکو موټرو ټکر کړی چې امله يې اووه مسافر مړه شوي او اويا تنه نور زخمي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دغه پېښه د شپې ناوخته کابل ښار ته څېرمه په ارغندۍ سيمه کې شوې ده.
دی وايي، د پېښې زخميان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
تېره اوونۍ د کابل کندهار پر لویه لاره په زابل کې هم د موټرو په ټکر کې شپاړس تنه مړه شوي ول.
0 نظرونه