په کنړ کې د توغندي لګېدو ۱۵ ماشومان خوږ کړي
نن د کنړ پر ولايت مقام يو توغندی ويشتل شوی دی چې له امله يې د مدرسو د قران کريم پنځلس ماشومان قاريان ژوبل شوي دي.
د کنړ والي وايي، توغندی د مرورې ولسوالي له چنارسر سيمې څخه ويشتل شوی او پر هغه تالار راپرېوتی دی چې ماشومانو پکې نن د قران د تلاوت سيالۍ کولې.
تر اوسه د پېښې مسووليت چا نه دی منلی، خو په افغانستان کې دغه کارونه د طالب اورپکو دي.
0 نظرونه