امنيت شورا؛ طالبان نيول شوي قاچاقبر د خپلو ملګرو په نوم غواړي
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، طالبانو د خپلو بنديانو په نوم د سيمې په کچه د لويو نيول شويو قاچاقبرو خوشې کولو ته تمه کړې.
ډاکټر حمد الله محب نن په يوه مطبوعاتي ناسته کې وويل، که د بنديانو په خوشې کولو سوله راتلای، نو د پنځه زره طالب بنديانو په خوشې کولو به راغلې وای.
ده وويل؛ طالبانو د خپلو بنديانو په ليسټ کې د لويو قاچاقبرانو نومونه اچولي وو، خو د غريب د اولاد نومونه چې له دوی سره په "غولېدلې جګړه" کې شامل دي، نه وو.
ډاکټر محب وويل؛ افغانستان ته په لنډو ورځو کې له پاکستانه پلاوی راځي، دلته به پر تخنيکي مسايلو او هغو موضوعاتو وغږېږي چې زموږ او دوی تر منځ ستونزې پکې دي.
د ده په خبره، افغانستان د استانبول ناستې ته هم بشپړ چمتووالی لري، خو وايي، وروستهوالی یې دا روښانه کوي چې طالبان سولې ته تعهد نه لري، هغوی ولس ته ور وښووه چې له جګړې پرته بل څه ته ژمنتیا نه لري.
0 نظرونه