په امنيت شورا کې اووه نفره تازه ټاکل شوي
د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، د دوی په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، اووه نفره د امنيت شورا پر بېلابېلو څوکيو تازه ټاکل شوي دي.
په دغو کسانو کې محمد رفيع فاضل چې تر دې مخکې ارشد سلاکار و، د امنيت شورا د تخنيکي مرستيال په توګه ټاکل شوی دی.
د امنيت شورا مخکېنی تخنيکي مرستيال عبادالله عباد بيا د امنيت شورا لومړی مرستيال شوی دی.
پاسوال عبدالمقيم رحيمزی د امنيت شورا د دفتر رييس او هارون رشيد شېرزاد د امنيت شورا د اقتصادي امنيت رييس شوی دی.
په دې سربېره، مهدي طهه د امنيت شورا د دفتر د دارالانشا رييس او محمد داوود انوري د سرمفتيش پر څوکۍ ګمارل شوي دي.
اووم تن محمد حميد طهماسي دی چې د زندانو د چارو د ادارې رييس شوی.
0 نظرونه