کورنیو چارو وزیر: د طالبانو د هر ډول بریدونو د دفع کولو ته چمتو یوو
۴ ثور ۱۴۰۰ 333399 0 نظر زین الله احمدي

کورنیو چارو وزیر: د طالبانو د هر ډول بریدونو د دفع کولو ته چمتو یوو

راپور: زین الله احمدي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وايي، د وسله والو طالبانو د هر ډول ترهګریزو بریدونو دفع کولو ته امنیتي تابیاوې نیول شوې دي او دې برخه کې شته اندېښنې بې ځایه دي. 
نوموړي دا څرګندونې نن شنبه د امنیتي سکټور د رهبري په کنفرانس کې د خبرو پر مهال وکړې. 
حیات د هر ډول ترهګرېزو پېښو د مخنیوي لپاره د چمتووالي خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې د امنیتي سکتور ترمنځ پیاوړې همغږي شتون لري او کولای شي وضعیت مدیریت کړي.
ده یو ځل بیا په ټینګار سره وویل، چې افغانستان به هېڅلکه بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه‌شي او امنیتي ځواکونو د هېواد له لوېشت ـ لوېشت خاورې د ساتنې لپاره چمتو دي. 
د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز د کوکنارو له اړخه د وسله‌والو طالبانو مالي سرچینو ته په اشارې یادونه وکړه، چې دغه ډله د کوکنارو فصل په رارسېدو د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو پلان لري، خو امنیتي ځواکونه به یې شوم اهداف له منځه یوسي. 
په ورته وخت کې د ملي دفاع سرپرست جنرال یاسین ضیا وویل، چې طالبان په جګړو کې له ښځو او ماشومانو استفاده کوي او دا ډله له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.
ضیا همدا راز په وروستیو کې د کندهار په ارغنداب کې د روانې جګړې په اړه هم مالومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې طالبان د جګړې له ډګر تښتېدلي او افغان ځواکونو ارغنداب کې د جګړې پر مهال ۱۱۰۰ طالبان وژلي دي.
په همدې حال کې بیا د ملي امنیت عمومي رئیس احمدضیا سراج وویل، چې د طالبانو د کوېټې او پېښور شوراګانو ترمنځ ژور اختلافات راغلي او ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
د امنیتي سکټور لوړ پوړي مسوولین داسې مهال د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د تابیاوو د نیول کېدو خبره کوي، چې ټاکل شوې ده، د سپټمبر میاشت کې امریکايي ځواکونه له افغانستانه بهر شي. 
که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، خو افغان حکومت ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه په خپلواک ډول وضعیت مهارولی شي.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې