د ترانسپورټ اتحادیه: لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستو کچه ټیټه شوې
۲ ثور ۱۴۰۰ 234438 0 نظر زین الله احمدي

د ترانسپورټ اتحادیه: لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستو کچه ټیټه شوې

راپور: زین الله احمدي

د خصوصي ترانسپورټ اتحادیې د انسجام شورا مسوولین وايي، د هېواد په لویو لارو کې د یو شمېر امنیتي مسوولینو لخوا د باروړونکو موټرو له چلوونکو د ناقانون پیسو اخیستو کچه ټیټه شوې ده.

دا خبرې د یادې شورا رییس طلامحمد اتمانزی نن پنجشنبه د کورنیو چارو وزارت کې هغې غونډې ته کړې دي چې د یاد وزارت د سرپرست حیات الله حیات په مشري موټرچلوونکو د ستونزې د حل په موخه جوړه شوې وه.

اتمانزي ویلي، چې دا مهال د هېواد په لویو لارو کې له موټرچلوونکو د ناقانونه پیسو اخیستو کچه د پام وړ کښته شوې ده او یوازې څو محدودو ځایونو کې ستونزې پاتې دي، چې د حل په موخه به یې ګډ کار وشي.

هغه د کندهار په میوند، د هلمند په لښکرګاه او د نیمروز ولایت یو شمېر ساحو کې د ستونزو د موجودیت خبره کړې او ویلي یې دي چې په نورو سیمو کې ستونزې تر ډېره پورې هوارې شوې دي.

نوموړي همدا راز د کابل ښار په دخولي دروازو کې هم د یو شمېر ستونزو یادونه کړې او له کورنیو چارو وزارت یې غوښتي چې دې برخې ته هم پاملرنه وکړي.

په دې کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د لویو لارو موټرچلوونکو د ستونزو په حل خوښي ښکاره کړې او ډاډ یې ورکړی چې دې برخه کې موجوده ستونزې به صفر ته راټیټې کړي.

حیات پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: ((د درنو موټرچلوونکو ستونزو ته رسیدګي زموږ مکلفیت دی او لکه مخکې چې مې ویلي و، لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستو موضوع او شکایتونه زه پخپله څېړم، همدا ژمنه یو ځل بیا تازه کوم او ټولو درنو موټرچلوونکو ته ډاډ ورکوم، چې دې برخه کې شته ستونزې به صفر ته راټیټوم. ))

هغه همدا راز د ترانسپورټ اتحادیې مسوولینو په شمول ګډې کمېټې ته دنده سپارلې چې د کابل ښار د دخولي دروازو وضعیت له نږدې وڅاري او د لا زیاتو اصلاحاتو په خاطر خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

د کورنیو چارو سرپرست دغه راز پر خلکو غږ کړی، چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو په موخه خپل شکایتونه، وړاندیزونه او نظریات د نشر شویو شمېرو له لارې ورسره شریک کړي، څو اړوند مسوولین پر وخت ورته رسیدګي وکړي.

کابو دوې میاشتې مخکې په لویو لارو کې له موټرچلوونکو د ناقانونه پیسو اخیستو موضوع په ټول هېواد کې غوغا جوړه کړې وه، خو اوس د ترانسپورټ اتحادیې مسوولین اعتراف کوي چې د پخوا په پرتله دغه ستونزه تر ډېره حل شوې ده.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې