د زابل د ولايت مقام په بام پسې تړل شويو بمونو حقبيان ژوبل کړی
نن د زابل په ولايت مقام کې دننه د امنيتي غونډې پر مهال چاودنه شوې چې له امله يې د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس عطا جان حقبيان ژوبل شوی دی.
د زابل امنيه قوماندان ويس صميمي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې بمونه د ولايت مقام په چت پسې تړل شوي ول او امنيتي غونډه چې شروع شوه، يو یې چاودلی دی.
دی وايي، په دغه چاودنه کې د ولايتي شورا رييس عطا جان حقبيان ژوبل شوی او روغتون ته رسول شوی دی.
صميمي د حقبيان روغتيايي حالت اوس د ډاډ وړ بولي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د ولايت مقام په دننه کې، بيا د غونډو د تالار په بام پسې بمونه چا تړلي ول.
تېره شپه په کلات ښار کې د يوه ولسوال د کور مخې ته هم دوه چاودنې شوې وې چې دوه پوليس پکې ژوبل شوي ول.
0 نظرونه